له يوى اونۍ راهیسې افغانۍ د ډالرو په وړاندې له يو لړ بدلونونو سره مخ شوى ده چى د افغانۍ په ارزښت کى د پام وړ کموالى راغلى ده، د مجید زابلي د اقتصادي څیړنو او پالیسۍ تحلیل مرکزد ګراف ډيټا ته په کتو سره په تيره يوه مياشت کى د افغانۍ ازرښت د ډالرو په وړاندې د شاوخوا ۷۰ افغانيو تر منځ ثابت پاتی وو چى وروسته د همدى اونۍ په لړ کى ۷۴ افغانیو ته لوړ شوى دى.
سربیره پردی، د افغانستان بانک د رسمي ويبپاڼې له مخى وړمه ورځ د يوه ډالر د پيرلو بيه ۷۴.۴۰ افغانۍ او د پلورلو بيه يى ٧۴.۵۰ افغانۍ وه.
په همدى اساس، افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د کنټرولو لپاره د روانى اونۍ په اوږدو کى دوه ځله ۱۶ میلیونه ډالر د بولۍ له لارى د ليلام په شکل بازار ته وړاندې کړل، او د اوس لپاره يى د بولۍ پروسه هم دورلى ده چى له همدى کبله ايله وتوانېده چى د افغانۍ ارزښت د ډالرو په وړاندې د هماغه ۷۴ افغانيو شاوخوا پاتى شي.
زمونږ د معلوماتو او څيړنو پر اساس د دى حالت تر ټولو ستر لامل د کانګرس د نوى طرحې وړاندیز او د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ګڼل کېږي. وروسته له هغې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د بايډن له لوري افغانستان ته د ميلياردونو ډالرو پر ليږد نیوکه وکړه، څو ورځى وړاندى کانګرس د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کى د یوې نوې طرحې په وړاندې کولو کار پیل کړ.
د امریکا د کانګرس غړي ټېم بورچټ ياده طرحه وړاندې کړه، چې هدف یې طالبانو ته د امریکا د مالي مرستو د رسېدو مخنیوی دی”). دغه طرحه د امريکا بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوي چې یوه مشخصه پالیسي جوړه او پلي کړي، ترڅو د طالبانو لپاره د هر ډول مالي مرستو مخه ونیسي.
د امریکا د دې وروستیو اقداماتو په اړه د اوچا په ګډون د ملګرو ملتونو اړوند ادارو اندېښنې ښودلى دي او خبرداری يې ورکړى چې د افغانستان ۳۲ سلنه وګړي په ۲۰۲۵ کال کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته مهال کې د افغانستان پر اقتصاد د دې طرحې اغېزې محسوسې شوې دي، چى د يادى طرحى په وړاندې کولو سره د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په بى سارى توګه کمزورى شوى ده، چى په دى سره تازه د هيواد په بازارونو کى د خوراکي توکو او نفتو بيى لوړې شوى دي، او د افغانستان وګړي چى له وړاندې د بى کارۍ او ګڼو نورو اقتصادي مشکلاتو او سخت غربت سره لاس او ګريوان دي ددى توان نلري تر څو له بازاره په لوړه بيه د ضرورت وړ توکي راونيسي.
اوسمهال د دې وضعیت د سمولو لپاره افغانستان بانک ته اړينه ده چى د دوامداره ډالرو د لیلام له لارې د افغانۍ ارزښت کنټرول کړي او ډالر د څو مشخصو کسانو پر ځاى آزاد بازار ته وړاندې (ليلام) کړي، که د ډالرو لیلامونه په سمه توګه مدیریت نه شي، نو لرى دى نه وي چى د ډالر په وړاندى د افغانۍ ارزښت نور هم راټيټ شي.
Views: 20