د راپورونو له مخې، د چک جمهوریت شماللوېدیځ کې په یوه رسټورانټ کې د ګازډبې چاودنې شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان کړي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام ناوخته شوې ده.
راپور کې د چک جمهوریت د اور وژنې ادارې په حواله راغلي چې د ګازډبې له چاودنې وروسته د رسټورانټ ودانۍ اور اخیستی او د ودانۍ شاوخوا هم خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
خو سرچینې د دې پېښې د نورو زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
Views: 9