د راپورونو له مخې، د بلوچستان مرکز کوېټې ښار ته نږدې د ډبرو سکرو له نړېدلي کان څخه تر اوسه د یوولسو کسانو مړي را ایستل شوي او د پاتې یوه کس موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ نهمه) د بلوچستان د کوېټې په سنجیدي سیمه کې په یوه کان کې د ګازو چاودنې له امله د کان یوه برخه نړېدلې وه چې دوولس کانکيندونکي په کې بند پاتې وو.
مشال راډیو نن په یوه راپور کې د پاکستان د کارګرانو فدراسیون د عمومي سکرټر پیرمحمد کاکړ له قوله لیکلي، د بلوچستان مرکز کوېټې ته نږدې د ډبرو سکرو په نړېدلي کان کې د لاندې شوو یوولسو کسانو مړي را ايستل شوي او د پاتې یوه کس د موندلو لپاره یې هم هڅې پیل کړې دي.
دغه راز، په راپور کې د پاکستان د کانکيندونکو مرکزي اتحادیي له قوله لیکل شوي چې په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې د دغه هېواد په کانونو کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۹۲ کانکيندونکو ژوند له لاسه ورکړی او زیاتوي چې ډېرې دغه پېښې بلوچستان کې شوې دي.
Views: 17