د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورنیا ایالت د لاسانجلس په ځینو سیمو کې لا هم اورلګېدنه دوام لري او په دغو سیمو کې د کورونو د لوټل کېدو په اړه د اندېښنو له امله د شپې لخوا ګرځبندیز اعلان شوی دی.
دا اور سېشنبه لومړی د لاسانجلس لوېدیځ ته د ملیبو ساحلي ښار په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګېدلی خو وروسته د سخت باد او سیلۍ له کبله نورو سیمو ته وغځېد.
راپور کې راغلي، لا هم د دغه ښار د دوو ناحیو په ۵ سیمو کې اور لګېدلی دی خو اوروژونکي لا هم نه دي بریالي شوي چې کنټرول یې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو اورلګېدنو کې د وژل شوو کسانو تایید شوی شمېر ۱۱ کسانو ته لوړ شوی او د لاسانجلس د بېلابېلو سیمو لسګونه زره اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
راپور کې راغلي، ډېر خلک په ځانګړي توګه له پسېفیک پالسیدس او ایټون سیمو بېځای شوي او له دې سره په دغو سیمو کې د ورانکارو لخوا د کورونو د لوټل کېدو اندېښنې هم پیدا شوې.
سرچينې زیاته کړې، د لاسانجلس پولیسو یوه مشر جیم مکونیل دغو اندېښنو ته په کتو په یادو سیمو کې د شپې له خوا ګرځبندیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې که څوک په غلا او ورانکارۍ لاس پورې کړي، وبه نیول شي.
ده ویلي، په دغو سیمو کې ګزمو لپاره ۲۰۰ پولیس استخدامېږي او د ګرځبندیز پر مهال به له امنیتي کسانو او اوروژونکو پرته بل چا ته د تګ راتګ اجازه نه وي.
Views: 11