د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې نړۍوالو قوانینو ته باید ژمن پاتې شي او د افغان پناهغوښتونکو ځورول او نیول ودروي.
د بښنې نړۍوال سازمان کې د اسیا د سوېل برخې مرستیال بابو رام پنټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شپې مهال د پولیسو چاپې، پلازمېنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان پناهغوښتونکو ځورول او په خپلسري توګه نیول په دغه هېواد کې د افغانانو پر وړاندې د یوه لوی تبعیضي سیاست برخه ده.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په پرلهپسې او خپلسري توګه ځیني سیاستونه اعمال کړي چې په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ناامنۍ ډېرېدو لامل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده: «د پاکستاني چارواکو اقدامات پراخ او اختیاري ماهیت لري او ان د معتبرو اسنادو او ویزو په درلودو د پناهغوښتونکو د نیولو او ځورولو لامل شوي دي. ټول پناهغوښتونکي د هغو اسنادو ته له پام کې نیولو پرته د بشري حقونو نړۍوال قوانینو کې د اجباري ستنولو پر وړاندې د رسېدنې او ملاتړ له حقه برخمن دي.»
څه موده مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته هيڅ بېسنده (No Objection Certificate) افغان کډوال به د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې د ژوند کولو حق ونه لري.
د راپورونو له مخې، له پنځو ورځو راهیسې د پاکستان امنیتي بنسټونو د اسلاماباد په بېلابېلو سیمو کې کور په کور تلاشي پیل کړې او ډېر شمېر افغان کډوال یې نیولي او امنیتي حوزو ته یې لېږدولي دي.
د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم په اسلاماباد کې د ۷۰۰ افغان وګړو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتې وو څو په بېړنۍ توګه یادو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
Views: 17