د راپورونو له مخې، د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز نن راپور ورکړی چې یاده زلزله پر ځايي وخت سهار نهه بجې او پنځه دقیقې په دینګري ولسوالي کې شوې ده.
رویټرز د زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶،۸ درجې ښودلی خو د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې بیا دغه زلزله د ريښتر ۷،۱ درجه یاده کړې ده.
سرچینې لیکلي چې د یادې زلزلې له امله د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده زلزله په نیپال، بوتان او هند کې هم احساس شوې ده.
Views: 9