د کاناډا لومړي وزیر د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هیڅ امکان نهلري چې هېواد یې د متحده ایالاتو یوه برخه شي.
د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو پرون شپه (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه د ټرمپ هغه وړاندیز چې له اقتصادي قدرت څخه د ګټې اخیستنې له لارې کاناډا د امریکا په ۵۱م ایالات بدل کړي، رد کړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «هیڅ امکان نهلري چې کاناډا دې د امریکا یوه برخه شي.»
ورته مهال، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ملاني جولي هم د یادې موضوع په غبرګون کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ټرمپ څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې ټرمپ د هغه څه په اړه چې کاناډا یې پر یوه پیاوړي هېواد بدله کړې، بشپړ پوهاوی نه لري.
نوموړي زیاته کړې: «اقتصاد مو پیاوړی دی، خلک مو پیاوړي دي او موږ به هېڅکله ګواښونو ته تسلیم نشو.»
تېره ورځ له صدراعظمۍ څخه د جاسټین ترودو د استعفا له اعلان وروسته د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر ویلي وو چې د دغه هېواد وګړي غواړي چې کاناډا د امریکا ۵۱م ایالت اوسي.
هغه زیاته کړې وه: «د کاناډا خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت وي. متحده ایالات نور نشي کولای چې د کاناډا لوی سوداګریز کسر او هغه اقتصادي ملاتړ چې کاناډا ورته د بقا لپاره اړتیا لري، وزغمي.»
د یادونې ده، جاسټین ترودو د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې د حاکم لیبرال ګوند له مشرۍ او د کاناډا له صدراعظمۍ استعفا کوي خو څرګنده کړې یې وه چې د ځایناستي تر ټاکل کېدو پورې به د لومړي وزیر په توګه خپله دنده ترسره کړي.
Views: 15