د انګلستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د دغه هېواد د پارلمان او سیاسیونو له لوري د لوبې لغوه کولو غوښتنه رد کړې ده.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې فبروري میاشت کې په پاکستان کې کېدونکو چمپینز ټرافي لوبو کې د انګلستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په یوه ګروپ ولوبېږي.
خو د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د انګلستان د پارلمان غړو په ګډون له ۱۶۰ ډېرو سیاستوالو په یوه لیک کې د اروپا له مرکزي بانک څخه غوښتي چې په افغانستان کې د «طالبانو» له لوري د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې له امله دې له دغو لوبو خپل ملاتړ پای ته ورسوي.
په دغه لیک کې د انګلستان له کرکټ بورډ په ښکاره ډول غوښتل شوي چې د چمپینز ټرافي لوبو په لړ دې د فبروري په ۲۶مه له افغان لوبډلې سره د پاکستان په لاهور کې خپله کېدونکې لوبه لغوه کړي.
سکاینیوز لیکلي، تېره ورځ د انګلستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر ریچارډ ګولډ د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي چې دوی په یوازې توګه نشي کولای له افغان لوبډلې سره خپله لوبه لغوه کړي او زیاته کړې یې ده چې د یو اړخیزې پرېکړې پر ځای باید پر ټولیز اقدام فکر وشي.
د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د لومړي ځل لپاره په راتلونکې فبروري میاشت کې پاکستان کې د کېدونکو چمپینز ټرافي سیالیو کې ګډون وکړي چې له سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا سره به لوبې ولري.
Views: 11