وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر وویل، د دغه هېواد خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا یوپنځوسام ایالت وي.
د سيبيسي راپور له مخې، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبه د شپې ناوخته د ترودو پر استعفا غبرګون ښودلی دی.
هغه زیاته کړې: «د کاناډا خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت وي. متحده ایالات نور نشي کولای چې د کاناډا لوی سوداګریز کسر او هغه اقتصادي ملاتړ چې کاناډا ورته د بقا لپاره اړتیا لري، وزغمي.»
هغه زیاته کړې، که کاناډا له امریکا سره یو ځای شي، هیڅ تعرفه به وضع نشي، مالیات به ډېر کم شي او د روسیې او چیني کښتیو له ګواښ څخه چې تل یې هغوی احاطه کړي وي، په امن شي.
جاستین ترودو تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د حاکم لیبرال ګوند له مشرۍ او د کاناډا له صدراعظمۍ استعفا ورکوي.
هغه وویل، د ځایناستي تر ټاکل کېدو پورې به د لومړي وزیر په توګه خپله دنده ترسره کړي.
Views: 17