د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې پولیسو له تېرو دوو ورځو راهیسې ډېر افغان کډوال نیولي او هلته مېشت افغانان له ملګرو ملتونو غواړي چې د پاکستان د دغه چلند مخه ونیسي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته هيڅ افغان کډوال د (No Objection Certificate) له سند پرته په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ژوند نه شي کولای.

که څه هم تر اوسه ګڼو افغانانو د یاد سند ترلاسه کولو لپاره اړوندې ادارې ته مراجعه کړې، خپل اسنادونه یې هم ورکړي خو بیا یې هم وېش نه دی پيل شوی.

بل لور ته، له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان امنیتي ادارو له لوري کور په کور پلټنې پيل شوې او ګڼ شمېر افغان کډوال له نیولو وروسته امنیتي حوزو (تاڼو) ته انتقال شوي دي.

د اسلام‌اباد ښار اړوند د بي۱۷ سیمې یوه اوسېدونکي افغان خبریال هامون خموش پژواک ته وویل: «پرون لس بجې به وې چې زموږ سیمې ته پولیس راغلل، دروازه یې وټکوله، کله چې ور ووتم، ویل یې راته، پاسپورټ او ویزه دې راکړه، هغه مې ورکړل، راته ویې ویل راځه چې تاڼې ته ځو، موټر ته یې پورته کړم، ډېر نور کسان یې هم نیولي وو، خو دا چې ما سره د پاکستان د خبریالانو اتحاديې کارت و، زه یې بېرته خوشی کړم خو نور کسان یې کینولي وو.»

خموش وایي چې نن هم د دوی په سیمه کې د پولیسو له لوري عملیات جریان لري او تر اوسه یې ګڼ شمېر کسان نیولي دي.

ده وویل چې د فیاض په نوم د ده یو دوست یې نیولی او هغه یې حاجي کمپ ته انتقال کړی او له هغه ځایه بیا خلک افغانستان ته ډیپورټ کوي.

ورته مهال، د اسلام اباد بهاراکاو سیمې یوې اوسېدونکې او پخوانۍ افغان خبریالې چې په راپور کې یې د نوم له اخیستو ډډه وکړه پژواک ته وویل: «سهار نهه بجې وې، موږ ویده وو چې دروازه ډېره په زور سره ووهل شوه، کله چې مې خاوند بهر شو، پولیس یې د پاسپورټ او ویزې پوښتنه وکړه، هغه مو ورته ښکاره کړل، ان موږ هغه د نه اعتراض سند لپاره د اپلای اسناد هم ورښکاره کړل خو بیا یې هم زما خاوند بوت او تر اوسه یې هيڅ درک نه لګي.»

دغه راز، د اسلام‌اباد یو بل اوسېدونکی جلیل هاشم وايي چې د شاهپور په سیمه کې هم پولیسو کور په کور پلټنې پیل کړې او ګڼ شمېر افغان کډوال یې له نیولو وروسته تاڼې ته انتقال کړي دي.

همدارنګه د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د B17 اسلام‌اباد څخه ویروونکي راپورونه، افغان کډوال چې ویزې او معتبر اسناد لري، د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول کېږي؛ دا کړنه له اساسي بشري حقونو او بشريت څخه سخته سرغړونه ده.»

بل لور ته، یو شمېر نور افغان کډوال بیا د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د اسلام‌باد اي‌۱۱ سیمې اوسېدونکي شاه‌فیصل پژواک ته وویل چې نړۍوال، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري باید دغه ستونزه د پاکستان له حکومت سره حل کړي.

هغه وايي: «دا خو یو لوی مشکل دی چې افغانان په دې ډول سره ایستل کېږي، یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او نړۍوال باید دا مشکل د پاکستان له حکومت سره حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې هم پاکستان په زور د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې وه چې په ترڅ کې یې سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته واړول.

Views: 7

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi