د کاناډا حکومت د ځینو امنیتي دلایلو له مله له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د کاناډا د حکومت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د ناسم امنیتي وضعیت، ترهګریزو بریدونو، د وسلهوالو نښتو، د تښتونې د ګواښ، بندي کېدو او … له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ.»
سرچینې زیاته کړې، که چېرې د دغه هېواد وګړي په افغانستان کې وي، خوندي ځایونو کې و اوسېږي او هلته د سفر پر مهال دې له پوره احتیاطه کار اخلي.
د راپورونو له مخې، له دې مخکې جرمني، امریکا، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو هم پر خپلو وګړو غږ کړی و چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
Views: 14