د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګونو لویه لار نن سهار د سختې واورې او توپان له امله د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس نن سهار (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د یادې لویې لارې په بېلابېلو ساحو کې د واورې ضخامت توپیر لري، په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه ۴۵ سانتي متر او په ځینو ساحو کې ۹۷ سانتي متر ده او په سویلي سالنګونو کې یې اندازه ۷۸ سانتي متر او په ځینو ساحو کې بیا تر ۱۱۶ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې ده.»
حقشناس زیاته کړې، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست پرسونل د لویې لارې د دواړو خواوو په زیانمنونکو سیمو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند له هغو مسافرینو چې پر دې لویه لار د حرکت په حال کې دي، غوښتي چې په خوندي ځایونو کې ودرېږي او له خلکو یې غوښتي ترڅو چې اړین کار ونه لري، د سالنګونو پر لور حرکت ونه کړي.
هغه ډاډ ورکړی چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل چمتو دي چې د شرایطو په برابرېدو سره واورې پاکې او لاره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
Views: 11