یوه ځايي حکومتي سرچينه وایي چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د علیشېرو ولسوالۍ اړوند ډابګي سیمې ته توغندي توغولي وو چې په ځواب کې يې افغان ځواکونو هم پر هغوی بریدونه کړي.
يوې ځايي حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه پاکستاني ځواکونو د علیشېرو ولسوالۍ اړوند ډابګي سیمې ته هاوانونه راویشتلي چې د افغان ځواکونو ځوابي بریدونو سره نښته رامنځته شوه.
سرچینې وويل چې افغان لوري ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اوس وضعیت ارام دی.
دغه راز، د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې جکړه بيګاه د شپې ۱۲ بجې پيل شوه د سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ.
هغه زیاته کړه، دواړو لوریو پر يو او بل سپکې او درنې وسلې کارولې چې له ویرې يې د سیمې يو شمېر اوسېدونکو هم خپل کورونه پرې اېښي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم په ياده سيمه کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ جګړه شوې وه.
Views: 11