رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په لاسویګاس ایالت کې د دغه هېواد د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوټل مخې ته د تسلا شرکت اړوند د «سایبر ټرک» یوه موټر کې چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.
اسوشیټېډ پرېس د لاسویګاس مټروپولیټن پولیسو ادارې له قوله اعلان وکړ چې یاده چاودنه پرون (چهارشنبه) د امریکا په لاسویګاس ایالت کې شوې ده.
د راپور له مخې، یاده پېښه کې د موټر چلوونکی وژل شوی او اوه نور کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند شوی.
د تسلا شرکت عامل مدیر ایلان ماسک د یادې پېښې غبرګون کې ویلي چې دغه چاودنه له موټر سره تړاو نه لري.
هغه زیاته کړه: «موږ تایید کړې چې چاودنه موټر کې د لویې اورلګېدنې یا ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.»
Views: 4