د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره په دغو سیالیو کې اتم مقام خپل کړ.
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، زبیر نظري د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي د «قطر کپ» او د اسیایي هېوادونو اتلولۍ جام په سیالیو کې د ۲۵۰ کیلوګرامه وزن په پورته کولو سره د ۱۳ هېوادونو ترمنځ په دغو سیالیو کې اتم مقام خپل کړ.
سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې به نن ماښام د وزن پورته کولو د ملي لوبډلې بل لوبغاړی فضل کریم ترکمن په ۱۰۲ کیلوګرام وزن کې له خپلو سیالانو سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
د یادونې ده، یادې سیالۍ چې د ۳۰ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۶مه په دوحه کې پیل شوې، سبا په پای ته ورسېږي.
Views: 14