د راپورونو له مخې، د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر، تېره ورځ د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ.
د راپورونو له مخې، کارتر تېره ورځ په خپل کور کې مړ شوی دی.
کارټر په ۱۹۷۷ کال کې د ډيموکراټ ګوند د نوماند په توګه واک ته ورسېد او تر ۱۹۸۱ پورې يې يوه دوره د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه.
هغه د جورجیا ایالت د والي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
Views: 7