د اتیوپیا هېواد ځايي مسوولین وايي چې د دغه هېواد د پلازمېنې سوېل کې په سیداما سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ګارډین ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې د دې پېښې څلور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنه لاندې دي.
د یادې پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.
د یادونې ده، اتیوپیا د ۱۱۷ میلیون وګړو په درلودو په نړۍ کې ۱۲م او د افریقا په لویه وچه کې دویم تر تولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.
Views: 9