د هند پخوانی لومړی وزیر منموهن سېنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سېنګ پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې هغه د افغان ولس ملګری او متحد و.
د امریکا غږ د راپور له مخې، هغه تېره ورځ په نوي ډهلي کې په یوه روغتون کې مړ شو.
راپور کې راغلي، منموهن سېنګ له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کال پورې د دویم ځل لپاره د هند صدراعظم ټاکل شوی و.
هغه په هند کې د اقتصادي پروګرامونو طرحې جوړولو له کبله ډیر شهرت درلود او له متحده ایالاتو سره د تاریخي اتومي تړون یې د شهرت یو بل دلیل دی.
د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هند خپل یو تر ټولو وتلی مشر له لاسه ورکړ، من موهن سینګ د هند ولس د ښېرازۍ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.
د افغانستان پخواني ولسشمر حامد کرزي هم لیکلي: «هند خپل یو نوموتی زوی لاسه ورکړ.»
کرزي د منموهنګ سېنګ له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې د هند دا پخوانی صدراعظم د افغان ولس ملګری او متحد و.
Views: 5