د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د فبروري په ۲۱مه د سوېلي افریقا له لوبډلې سره ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال د چمپنینر ټرافي (اتلانو جام) سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د فبروري په ۲۱مه د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.
افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه له انګلیستان سره د فبرورۍ په ۲۶مه او درېیمه لوبه بیا د همدې میاشتې په ۲۸مه د نیوزلینډ لوبډلې سره ترسره کړي.
ټاکل شوې د چمپینز ټرافي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان کې پیل شي چې د افغان لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو لوبډلې به پهکې برخه ولري.
د دغو سیالیو سیالیو پایلوبه به د ۲۰۲۵ کال د مارچ په نهمه ترسره شي.
Views: 15