د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې تېره شپه پاکستان پر څلورو ځایونو بریدونه کړی چې له امله یې ۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پژواک ته وویل چې تېر ماښام د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی چې په کې ملکي وګړي چې ډېر یې وزیرستاني کډوال دي، په نښه شوي.

خوارزمي ویلي، پاکستانی اړخ باید پر دې پوه شي چې دا ډول خپلسري اقدامات د ستونزو حل‌لاره نه ده او دوی دغه برید بې‌ځوابه هم نه پرېږدي؛ ځکه له خاورې او حریم دفاع خپل مسلم حق ګڼي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک ته وویل: «تیره شپه د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په څلورو ځایونو بمبار شوی چې کورونه په کې ویجاړ شوي او ټول ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثره ماشومان او ښځینه دي او شپږ نفره زخمیان شوي دي.»

یو شمېر افغان سیاستوالو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید پر سختو ټکو غندلی او دغه برید یې د افغانستان د حاکمیت نقض او د ټولو ملي او نړۍوالو اصولو خلاف عمل ګڼلی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید پر کلکو ټکو غندلی او هغه یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری او د حاکمیت نقض یاد کړی دی.

کرزي ویلي: «د پاکستان ناسم سیاستونه چې په پایله کې یې په سیمه کې تُندلاري زیاته شوې او پر مټ یې تل د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کړې، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي.»

هغه له اسلام‌اباده غوښتي چې پر دغو سیاستونو دې له سره غور وکړي.

‎په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف هم لیکلي: «د پاکستان هوایي تجاوز د افغانستان پر حریم د ټولو اصولو خلاف وحشي او کرغېړن عمل دی، د پاکستان مستبد نظامي دیکتاتوري د بې‌ګناه معصومو افغانانو په نښه کولو سره غواړي په خپل ملت کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې‌ثباتۍ او د خلکو پر دوی باندې د بې‌باوری څخه پام بل اړخ ته واړوي.»

د ورزش او ملي المپیک ملي کمېټې پخواني مشر نظرمحمد مطمین هم لیکلي: «پر افغان خاوره برید د غندلو ترڅنګ د ټولو اسلامي او زموږ دودیز ارزښتونو خلاف ګڼم. د اوس لپاره مناسب جواب دا دی چې د پاکستان راغلی پلاوی بېرته په منډه د غوسې څرګندولو له امله پیاده پر تورخم ور واړوي او دویم دا چې د ډېرو نورو هېوادو سفارتونه نشته، د پاکستان سفارت هم وتړل شي، هسې هم ویزې نشته.»

دا په داسې حال کې چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق او ورسره مل پلاوی کابل ته راغلی و او افغانستان کې یې د طابانو له بېلابېلو چارواکو سره ليدنې وکړې؛ دواړو لورو د دوه اړخیزو اړيکو پر پراختیا او د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې.

د پخواني حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر هم لیکلي: «په افغانستان کې د پاکستاني پوځ وحشي بریدونه چې په هره پلمه ترسره شوي یا ترسره کېږي، په کلکه غندو.»

د پخواني حکومت پر مهال په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاوالحق امیرخېل هم لیکلي: «پر پکتیکا ولایت د پاکستاني پوځ وحشیانه بمبار زموږ پر ملي حريم ښکاره تجاوز او د ټولو ملي او بين‌المللی قوانينو او ميثاقونو نقض دی. د پاکستاني فوځ دغه وحشیانه عمل د ټولو ملي او نړۍوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز دي او افغان ولس يې په سختو الفاظو غندي او د مسوولينو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د ملي ارضي تماميت او خپلو ولسي وګړو ساتنه او حفاظت وکړي.»

د مشرانو جرګې پخواني ريیس فضل‌الهادي مسلمیار هم لیکلي: «د پاکستان وسله‌وال پوځ له لوري د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي برید په سختو ټکو غندم، د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری ګڼم، هيڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان پر قلمرو او جغرافیه دغه ډول خپلسرانه بریدونه ترسره کړي، دا ډول بریدونه د نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی او باید بې‌ځوابه پرې نه‌ښول شي. د یاد وحشیانه برید ټول قربانیان کوچني ماشومان او ولسي خلک دي.»

ځینو نورو کسانو هم په ټولنیزو پاڼو کې یاد برید ته غبرګونونه ښودلي دي.

 

Views: 14

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi