د اذربایجان یوه الوتکه چې روسیې ته روانه وه، له ۶۷ مسافرو سره د قزاقستان د اکتایو ښار ته نږدې لوېدلې ده.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې په دې الوتکه کې د هغې د عملې په ګډون ۶۷ کسان سپاره وو چې یوازې ۲۸ یې ژغورل شوي دی.
د راپور له مخې، د اذربایجان یاده الوتکه نن (چهارشنبه، د مرغومي ۵مه) د باکو او ګروزني په اوږدو کې لوېدلې ده.
د یادې الوتکې د لوېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه خو د قزاقستان ترانسپورټ وزارت اعلان کړی چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه د مرګژوبلې د کره شمېرې په اړه معلومات نشته.
Views: 4