د امریکا پوځ وايي، یمن کې یې د سور سمندر د پاسه په خطا سره خپله یوه جنګي جټ الوتکه ویشتلې اود الوتکې د عملې دواړو غړو د پراشوټ له لارې ځانونه ژغورلي، خو یو یې برسېرن ټپي شوی دی.
د بيبيسي راپور له مخې، د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ سېنټکام په یوه بیان کې ویلي، چې دغه جټ الوتکه له یوې کښتۍ تر پورتهکېدو وروسته په رهبري شوي توغندي ولګېده.
سرچېنې لیکلي، دا پېښه داسې مهال شوې چې د امریکا هوايي ځواکونو د یمن پلازمېنه صنعا کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو دتوغندیو پر زېرمو او د قوماندې پر تاسیساتو بریدونه کول.
د امریکا پوځ ویلي، د سره سمندر د پاسه یې د حوثیانو څو ډرونونه او د بېړیو ضد یو کروز توغندی هم شنډ کړي دي.
د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ مخکې ویلي وو چې صنعا کې د حوثیانو پر اهدافو د دې لپاره بریدونه کوي چې په سره سمندر، بابالمندب او د عدن خلیج کې یې د امریکا پر سمندري ځواک او سوداګریزو بېړو د بریدونو په څېر د عملیاتو مخه ونیسي او راکم یې کړي.
Views: 13