د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وايي، د جلالاباد ښار د تالاشۍ څلور لارې په ځمکتلي کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله د درې ميليون افغانيو په ارزښت مبایلونه او نور توکي سوځېدلي دي.
تېره شپه د جلالاباد ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د تالاشۍ څلور لارې په ځمکتلي کې چېرته چې د مبايلونو د خرڅلاو لوی مارکېټ دی، د برېښنا شارټۍ له امله اور لګېدلی و.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيدطيب حماد وويل، د اور له لګېدو سره سم د اطفایې مدیريت منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي او اور يې مهار کړی دی.
هغه وايي، په دغه پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې خو د اور وژنې دوه کارکوونکي د لوګیو له امله مسموم شوي وو چې اوس یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د حماد په وينا، په دغه پېښه کې د درې میلیون افغانیو په ارزښت موبایلونه او نور توکي سوځېدلي دي، خو د ۵۰ میلیون افغانيو په ارزښت موبایلونه او توکي ژغورل شوي دي.
بلخوا، د جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي چې ولايتي ادارې او په ځانګړي توګه د برېښنا رياست دې په دا ډول مهمو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د برېښنا سيسټمونه منظم کړي او تل يې بايد څارنه وشي.
د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د انګورباغ سيمې يو اوسېدونکی محمدانور وايي، که چېرته د برېښنا سيسټم منظم وي نو دا ډول پېښې نه رامنځته کېږي.
د اور لګېدنې د سيمې هټۍوال له حکومت غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي څو بېرته خپل کاروبار پيل کړي.
يوه هټۍوال رحمتخان پژواک ته وويل، ولايتي اداره دې له دوی سره په اوښتي زيان کې مرسته وکړي چې دوی بېرته خپله سوداګري فعاله کړي.
جلالاباد ښار چې منظمه برېښنا نه لري او په يوه وخت کې هر مارکېټ کې له دولتي برېښنا سربېره د جنراتوري او لمريزې برېښنا څخه هم ګټه اخېستل کېږي، د برېښنا د لینونو ډېروالي او غېر منظموالي له امله يې مارکېټونو کې کله ناکله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
Views: 16