د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د تحریم شام د مشر احمد شرع د نیولو پر سر د لس میلیون ډالرو جایزه له هغه سره د لوړپوړي امریکایي پلاوي له لیدنې وروسته لغوه کړې ده.
امریکا یاده جایزه د هغو معلوماتو لپاره ټاکلې وه چې د تحریم شام مشر، احمد شرع په نیولو کې مرسته وکړي.
سياېناېن راپور ورکړی و چې د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال باربارا لیف یو له هغو درېیو امریکايي چارواکو و چې په دمشق کې یې له احمد شرع سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، وروسته له یادې لیدنې امریکا د احمد شرع نیولو پر سر د لس میلیون ډالرو جایزه لغوه کړه.
راپور کې راغلي، باربارا لیف یاده سیاسي پرېکړه له ترهګرۍ سره د مبارزې په څېر پر مهمو مسایلو د کار کولو اړتیا ته په اشاره بیان کړې ده.
راپور کې دغه راز راغلي، په یاده لیدنه کې د سوریې له موقت حکومت سره د متحده ایالتونو د هڅو پر اړتیا ټینګار وشو چې دغه هېواد ته د داعش د راستنېدو مخه ونیول شي او د متحده ایالتونو چارواکو ګواښ کړی چې ښايي دغه ډله د سوریې د رژیم له پرځېدو وروسته هڅه وکړي یو ځل بیا په دغه هېواد تنظیم شي.
Views: 2