د جرمني په ختیځ ماګدیبورګ ښار کې یوه کس له ګڼېګوڼې په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې دوه کسان مړه او ۸۶ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه چې د ځايي مسوولینو په خبره، یو برید ښکاري، د کرسمس (عیسویانو اختر) په یوه ځانګړي بازار کې شوې ده.
راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له ټپیانو د ۱۵ روغتیايي وضعیت نازک دی.
بيبيسي لیکلي، مشکوک بریدګر چې نیول شوی دی، ۵۰ کلن سړی دی، د سعودي تابعیت لري، په ۲۰۰۶ میلادي کې جرمني ته راغلی او د یوه ډاکټر په توګه یې دنده ترسره کوله.
Views: 6