ایمرجنسي روغتون وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې ترافیکي پېښې پنځه برابره زیاتې شوې دي.
ایمرجنسي روغتون پرون په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د ۲۰۲۲ کال له مارچه بیا د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې د دغو پېښو شمېر له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره او ۵۲۰ ته لوړ شوی چې ۷۸ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
دغه روغتون ویلي، د ۲۰۲۲ له مارچ میاشتې د ۲۰۲۴ تر اکټوبر پورې دغه پېښې تر ډېره له سړکه د موټرو د وتلو، چپه کېدو او یا هم د ټکر له امله شوې دي.
یاد روغتون زیاته کړې چې په غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لار له وروستیو ترافیکو پېښو ۲۱ ټپیان په کابل کې دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د یادونې ده، د تېرې چهار شنبې په شپه د غزني ولایت د مرکز او اندړو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار دوه جلا ترافیکي پېښې وشوې چې د سیمهییزو مسوولینو په وینا، په دې پېښو کې ۵۲ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي.
Views: 23