د امریکا د ویرجینیا ایالت محکمې افغان شاعر، لیکوال او پخواني ډیپلوماټ هارون حکیمي ته د جنسي تیري له ټولو تورونو څخه برائت ورکړ او هغه یې د جمعې په ورځ بېګناه اعلان کړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت محکمې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي باندي له لګېدلو تورونو پاک اعلان کړ.
پر هارون حکیمي باندي څو میاشتې مخکې یوې ۲۷ کلنې مېرمني په خپل کور کې د جنسي تېري تور پورې کړی وو.
جهاني په خپله ایکس خواله رسنۍ لیکي: «د ویرجینیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چې زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی».
حکیمی چې تازه له محکمې راوتلی دی، وصال ټلویزیون ته وویل: «ما هېڅ جرم نه دی کړی او پر ما د جنسي تیري لګېدلي تورونه درواغ وو. زه خوشحاله یم چې محکمې وکړای شول څو دا تشخیص کړي چې ما ګناه نهده کړې.»
Views: 17