ننګرهار ولایت کې يو شمېر سوداګر وايي چې په پاکستان کې د بېلابېلو نورو ستونزو ترڅنګ تازه د خیبر پښتونخوا حکومت د اپټا تړون خلاف پر سوداګریزو توکو دوه سلنه مالیه نوره هم لوړه کړې ده.
هغوی زیاتوي چې افغان حکومت دې دغه ستونزه له پاکستاني لوري سره له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي؛ ځکه له دې مخکې هم د پاکستان له لارې د سوداګريزو توکو رالېږد په لوړه بیه تمامېده چې له تازه ټکس سره به يې لګښتونه لا ډېر شي.
اپټا د افغانستان – پاکستان ترمنځ ترانزیټي – سوداګریز تړون دی چې له مخې یې، هغه توکي چې په پاکستان کې تولیديږي، د خیبر پښتونخوا حکومت به له تولیدېدونکو دوه سلنه ټکس اخلي خو د خیبر پښتونخوا حکومت په قانون کې نویوالی راوستلی او دغه ټکس يې پر هغو افغان سوداګرو وراچولی چې د پاکستان تولید توکي اخلي او افغانستان ته يې راوړي.
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مديره پلاوي غړي زلمي عظيمي پژواک ته وویل، پاکستان تل د اپټا تړون خلاف د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د خیبر پښتونخوا حکومت دغه تازه پرېکړه هم د دغه تړون خلاف ده.
دی وايي: «قانون دا دی چې کله پاکستان تولید کوي او پښتونخوا کې توکي خرڅېږي نو دوه فیصده سېل ټکس (خرڅلاو ټکس) به له خرڅوونکي يا تولیدوونکي اخلي، خو کله چې افغان سوداګرو توکي واخيستل او تورخم ته راورسېدل، نو دوی قانون تغییر کړ چې دا ټکس به له افغان سوداګرو اخیستل کېږي.
نوموړی وايي، اوس د نورو ټکسونو او لګښتونو سربېره دوه سلنه اضافي ټکس راځي چې يوازې په بوره کې د ۳۵ ټنه اضافي ټکس ۱۲۰ زره پاکستانۍ کلدارې اخيستل کېږي.
دغه راز، يو بل سوداګر عبدالولي بابکرخېل وايي، پر دې سربېره چې د پاکستان له تولیدي توکو ټکس اخيستل کېږي، د خیبر پښتونخوا حکومت له هغو توکو هم دوه سلنه ټکس اخلي چې له نورو هېوادونو راځي او له پاکستانه د ترانزيټ په توګه ګټه اخيستل کېږي.
سوداګر وايي، حکومت دې د بهرنيو چارو وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو له لارې د دغه اضافي ټکس ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ننګرهار يوه سوداګر صفتالله صاحبزاده پژواک ته وویل چې حکومت بايد له پاکستاني لوري سره د افغان سوداګرو د ستونزو هواري لپاره پر دایمي لارو چارو خبرې وکړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم له ځان سره ولري خو له بیا ځلې اړیکو نيولو وروسته هم پر دغه کار بریالی نه شو.
د اپټا تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې د اسانتيا لپاره لاسلیک شوی، ډېر کله افغان سوداګر د پاکستان چارواکي له دغه تړونه پر سرغړونه تورنوي.
Views: 3