افغان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو شل اوریزه سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه زمبابوې ته وبایلله.
نننې سیالۍ یې چې د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شوه پچه یې د افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکل شوو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې کریم جنت ۵۴ ناسوځېدلی، محمد نبی ۴۴، حضرت الله ځاځي ۲۰ او عظمت الله عمرزي ۱۳ منډې وکړې.
په مقابل کې ورکړل شوې هدف د زمبابوې لوبډلې په شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې یې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نوین الحق درې، راشد خان دوه او محمد نبی بیا د زمبابوې یو لوبغاړی وسوځول.
د یادونې ده، افغان لوبډله به له زمبابوې سره خپله دویمه لوبه د ډسمبر په ۱۳مه ترسره کړي.
Views: 8