یوناما له طالبانو څخه غواړي چې د افغانانو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه «د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نن د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د یوې اعلاميې په خپرولو سره له افغان چارواکو غوښتي چې په ټول هېواد کې د ښځو، نارینهوو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.
سرچینې لیکلي چې د سږ کال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې شعار «زموږ حقونه، زموږ راتلونکی، همدا اوس» په دې ټینګار کوي څنګه افراد او ټولنې د بشري حقونو په تر لاسه کولو پیاوړي شي او ښه راتلونکې ولري.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یو، د امنیت برخه کې له ښه والي او د وسلهوال تاوتریخوالی له کمښت سره سره، د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول له له منځه تلو سره مخ دی چې ښځې او نجونې یې زیان ګالي.»
هغې زیاته کړې چې افغانستان کې ښځې «د زدهکړو او کار په ګډون د ورځني او عامه ژوند له ډېرو حقونو بېبرخې شوې دي.»
هغې زیاته کړې: «له واک سره مسؤولیت ملګری وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د حاکمو چارواکو ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له ریښتینو هڅو سره یو ځای وي.»
خو د طالبانو ویاند ذبيحالله مجاهد د دې اعلامیې په اړه وویل په افغانستان کې د بشر هغه حقوق تامین دي چې اسلامي شریعت بشر ته ورکړي، افغاني دود او د افغانانو معتقدات او باورونه یې ایجابوي.
Views: 6