اوچا اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پیله تر ډسمبر میاشتې پورې یې د افغانستان لپاره نږدې ۸۵۹ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړې چې څه باندې دوه میلیارد نورو ډالرو ته هم اړتیا ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر(اوچا) اعلان کړی چې یاد دفتر د خپلو شریکانو په مرسته په دې موده کې له ۱۵.۳ میلیون اړمنو افغانانو سره مرستې کړې او اوس هم په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
سرچینې ویلي، ټولیزه اړتیا یې درې اعشاریه صفر شپږ میلیارد ډالره ده او له دې څخه ۶۹ سلنه چې ۲.۱۰ میلیارد ډالر کېږي، نه دي برابر شوي.
Views: 1