د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د دې ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي.
د اروپایي ټولنې شورا پرون (دوشنبه) د یوې بیانیې په خپرولو لیکلي چې اوکراین به ډېر ژر دغه مرسته ترلاسه کړي.
په بیانیه کې راغلي، یادې پیسې په اوکراین کې د اروپایي ټولنې د مرستو یوه برخه ده چې د دغه هېواد له اقتصاد سره به مرسته وکړي څو له روسیې سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
راپور کې راغلي چې د اروپایي ټولنې شورا په اوکراین کې د سختو مالي شرایطو په پام کې نیولو سره د یادې مرستې د ژر تر ژره ځانګړې کېدو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی و چې د توغنديو او بې پېلوټو الوتکو په ګډون د مرستې ۹۹۸ میلیون ډالري کڅوړه اوکراین ته چمتو کوي.
Views: 3