د ملګرو ملتونو کارپوهانو، افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو د زدهکړو پر ځنډولو اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د راپورونو له مخې، د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو زدهکړې وځنډول شوې، خو یوه ورځ وروسته یادو نجونو ته بېرته یوازې د وروستیو کلنیو ازموینو اجازه ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي چې د دغه سازمان کارپوهانو د افغانستان سرپرست حکومت یاد اقدام اندېښمنوونکی بللی او زیاته یې کړې ده چې که دا بندیز پلي شي، نو دا به د افغان ښځو او نجونو پر روغتیا او راتلونکې یو بل «غیرموجه ګوزار» وي.
سرچینه زیاتوي چې افغانستان کې میندې او ماشومان اوس هم په روغتیایي برخه کې له ستونزو سره مخ دي او که دغه پرېکړه پلې شي، نو دا ستونزې به نورې هم ډېرې شي او اوږدمهاله اغېزې به ولري.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له افغان چارواکو غوښتي چې یاده پرېکړه بېرته واخلي.
Views: 7