سوریه کې د بشار اسد د حکومت له پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي، د امریکا ولسمشر او د المان لومړي وزیر د سوریې د خلکو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سوریې راتلونکی باید د دغه هېواد د خلکو له لوري وټاکل شي.
د ابومحمد جولاني په مشرۍ «هیئت تحریر شام» د یکشنبې په ورځ (د لېندې ۱۷مه) د دمشق کنټرول ترلاسه کړ؛ بشار اسد چې له ۲۰۰۰ زېږدیز کال راهیسې یې د سوریې واکمني لاس کې وه، د حکومت په پرځېدو له دغه هېواده وتښتېد او اوس په روسیه کې دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش پر خپل اېکس یوه بیانیه کې په سوریه کې ۱۴ کلنۍ کورنۍ جګړې ته په اشاره ویلي، «د ډیکتاتورۍ رژیم په سقوط سره نن د سوریې خلک کولای شي د باثبات او سولهییز راتلونکي جوړولو لپاره یو تاریخي فرصت لاس ته راوړي.»
ګوټریش څرګنده کړې چې ملګري ملتونه د سوریې خلکو ته د یوه داسې هېواد جوړولو لپاره ژمن دی چې په هغه کې د ټولو لپاره د ګډو واقعیتونو په توګه پخلاینه، عدالت، ازادي او هوساینه وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز په سوریه کې «له هر ډول جامع او ټولشموله سیاسي لېږد څخه د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ» غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د سوریې حاکمیت، یووالی، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا باید احیا شي.
د بشار اسد د حکومت له پرځېدو وروسته د المان لومړي وزیر اولاف شولتز اعلان کړی، د سوریې خلکو ترڅنګ چې خپلواک او سولهییز راتلونکي ته هیله لري، ولاړ دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د بشار اسد د رژیم سقوط د سوریې لپاره یو تاریخي فرصت بللی او ویلي یې دي چې اوس د سوریې د خلکو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی څو خپل راتلونکی جوړ کړي.
د ابومحمد جولاني په مشرۍ «هیئت تحریر شام» پرون (یکشنبه) د دمشق کنټرول ترلاسه کړ او د اسد کورنۍ د څه باندې نیمې پېړۍ حکومت ته یې د پای ټکی کېښود.
احمد حسین الشرع چې په ابومحمد جولاني مشهور دی، د یادې ډلې رهبر د دمشق له نیولو مخکې له سياېناېن خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ژمنه کړې وه چې د سوریې راتلونکی حکومت به د خلکو د غوښتنې پر اساس وي او د دوی د جګړې موخه د قدرت ترلاسه کول نه و.
Views: 5