د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، بشارالاسد وروسته له هغه له خپل هېواده وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ او امریکا باید په سوریه کې د روان وضعیت په څرنګوالي کې هيڅ رول ونه لوبوي.
د راپورونو له مخې، د هیئة تحریر الشام کسان د سوریې پلازمېنې دمشق ته ننوتلي او د سوریې ولسمشر بشارالاسد په یوه چورلکه کې له دمشق څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.
د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د بشارالاسد واکمني د هغه د حکومت د وسلهوالو مخالفینو له برید وروسته پای ته رسېدلې ده.
شاوخوا یوه اونۍ مخکې مخالفو وسلهوالو د بشارالاسد حکومت پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي او تر پرونه یې د حلب، حما، حمص او درعا ښارونه نیولي وو.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله تروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي، بشارالاسد وروسته له هغه له خپل هېواده وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ.
ټرمپ ویلي: «اسد ولاړ، هغه له خپل هېواده ووت، د هغه ساتونکې روسیه چې ولادیمیر پوتین یې مشري کوي، نور د هغه له ساتلو سره علاقه نه لري.»
ټرمپ زیاته کړې، هېواد یې باید په سوریه کې د روان وضعیت په څرنګوالي کې هيڅ رول ونه لوبوي.
روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 16