د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول په دغه هېواد کې د نظامي حکومت له اعلان څو ساعته وروسته له خپلې پرېکړې منصرف شوی دی.
رویټرز خبري اژانس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د پارلمان د رایو او د مخالفینو له لاریون وروسته د سویلي کوریا ولسمشر اعلان وکړ چې د نظامي حکومت پرېکړه لغو کوي.
په راپور کې راغلي، نوموړي دغه پرېکړه «د شمالي کوریا له کمونیستي پوځ او د حکومت ضد کړیو سره د مبارزې لپاره» کړې ده.
هغه پرون (سهشنبې، د لېندۍ ۱۳مه) په ژوندۍ بڼه ټلویزیوني څرګندونو کې خپلو هېوادولو ته په خطاب کې ویلي وو: «د شمالې کوریا د کمونیستي ځواکونو د ګواښونو پر وړاندې د لېبرال سویلي کوریا د خونديتوب او د دولت ضد عناصرو د لهمنځه وړو لپاره زه بېړنی نظامي حکومت اعلانوم.»
راپورونه وايي چې لاریون کوونکي د پارلمان مخې ته راټول شوي او د جنوبي کوریا د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوي.
د سویلي کوریا د ولسمشر له لوري د بېړني نظامي حکومت له اعلان وروسته د دغه هېواد د کارګرۍ د اتحادیو کنفدراسیون (KCTU) چې شاوخوا یو میلیون غړي لري، اعلان کړی، ترڅو چې یون سوک یول استعفا ونه کړي، خپل سراسري او پراخ اعتصاب ته به دوام ورکړي.
جنوبي کوریا کې یادو سیاسي بدلونونو پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک اعلان کړی په جنوبي کوریا کې رامنځته شوې پېښې «په اندېښنه او له نږدې» څاري.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په سویلي کوریا کې د اوسنیو تحولاتو په اړه له نظر وروکولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې «تراوسه په بشپړ ډول» د یادو بدلونونو په جریان کې نه دی.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند ډمیټري پسکوف هم ټینګار کړی چې دغه هېواد د سویلي کوریا تحولات څاري.
له ۱۹۸۰ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په سویلي کوریا کې نظامي حکومت اعلان شوی دی.
Views: 5