ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د «اکو» اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه د ۲۰ بهرني پلاوو په ګډون سبا د دغه هېواد په مشهد ښار کې جوړېږي.
د ایرنا د راپور له مخې، د یادې ناستې لپاره د کارپوهانو غونډه د اکو سازمان د رییس او غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون بهرنیو چارو وزیران ته د ناستې د تګلارې چمتو کولو په موخه نن (دوشنبه) سهار ۹ بجې پیل شوه.
په راپور کې راغلي: «د «اکو» اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه ناسته نن (دوشنبه) د لېندۍ ۱۲مه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د کارپوهانو په ګډون په مشهد کې پیل شوه او د وزیرانو ناسته هم سبا (سهشنبه) ترسره کېږي.»
د راپور له مخې، په یاده ناسته کې به ۲۰ بهرني پلاوي حضور ولري.
اکو یو سیمهییز سازمان دی چې د ایران، پاکستان او ترکیې له لورې په ۱۹۸۵ کې د غړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او اقتصادي همکاریو په موخه رامنځته شو، تر ۱۹۹۲ کال پورې اووه نور هېوادونه افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم ورسره یوځای شول او د غړو هېوادونو شمېر یې لسو ته ورسېد.
ومو غوښتل چې د یادې ناستې او د افغانستان د ګډون په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.
Views: 1