د امریکا منتخب ولسمشر وایي، په دې اړه انتظار پای ته رسېدلی چې امریکا به یې ننداره کوي او د برېکس غړي هېوادونه به هڅه کوي په نړۍوالو معاملو کې له ډالر څخه لاس واخلي.
برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي، یو شمېر نور هېوادونه هم ورسره ملګري شوي او لسګونه نورو هېوادونو هم لېوالتیا ښودلې چې له دغه اقتصادي بلاک سره یو ځای شي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، د هغې مفکورې په اړه یې انتظار پای ته رسېدلی چې امریکا به یې ننداره کوي او د برېکس غړي هېوادونه به هڅه کوي په نړۍوالو معاملو کې له ډالر څخه لاس واخلي.
هغه زیاتوي، له دغو هېوادونو د داسې ژمنې تمه لري چې نه به د برېکس بانکنوټ جوړوي او نه به هم د ډالر پر وړاندې د کومې بلې داسې پیسې ملاتړ کوي چې د امریکا د ډالر ځای ونیسي.
ټرامپ وایي، که کوم هېواد داسې وکړل نو د امریکا له سل سلنې تعرفې سره به مخ شي او دا ډول هېوادونه دې د امریکا له اقتصاد سره د ښکېلې سوداګرۍ سره مخه ښه وکړي.
د ده په اند، د دې لپاره چانس نشته چې د برېکس بانکنوټ په نړۍوالو سوداګریو کې د امریکایي ډالر ځای ناستی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برېکس هېوادونو د غونډې پر مهال د برېکس د وړاندیز شوي بانکنوټ یوه نمونه نندارې ته وړاندې کړه.
Views: 61