نایجریایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د نایجر په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې سل نور لادرکه شوي دي.
رویټرز د نایجریا ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، یادې کښتۍ چې شاوخوا ۲۰۰ سپرلي یې درلودل له کوګي ایالت څخه ګاونډي ایالت ته روانه وه.
د کوګي ایالت د بېړنیو خدماتو ویاند سندرا موسی وویل، ژغورونکو وکولای شول چې د جمعې تر ماښامه له سیند څخه ۲۷ مړي راوباسي، په داسې حال کې چې ځایي مرستهکوونکي لا هم د نورو کسانو په لټه کې دي.
هغه ویلي، په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې سل نور ورک شوي دي.
چارواکو تر اوسه د یادې کښتۍ ډوبېدو په اړه څه نه دي ویلي خو ځايي سرچینې یې لامل له حده ډېر بار بللی دی.
د یادونې ده، نایجریا کې له حده ډېر بار، نا امنه تګلارو او په باراني موسم کې د سختو سېلابونو له امله د کښتیو ډوبېدو پېښې رامنځته کېږي.
Views: 3