په اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو خپلې مظاهرې ځنډولې او د ترافیک پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې د احتجاجونو له امله د تړل شوو سړکونو پرانیستلو لړۍ پیل شوې او ژر به ترافیک بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.
له تېرو درېیو ورځو راهيسې په اسلاماباد کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویان مظاهرې پیل کړې وې او له زندانه د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.
پيټيای د خپلو لسګونو احتجاجکوونکو تر نیول کیدو وروسته خپلې مظاهرې ځنډولې دي او د اسلاماباد د ترافیک پولیسو ویلي چې د احتجاج له کبله د تړل شوو سړکونو د پرانیستلو لړۍ پیل شوې او زر به ترافیک خپل عادي حالت ته راوګرځي.
سرچينې لیکلي، د چهارشنبې په ورځ له «۲۶ نمبر چونګي» څخه دواړو خواوو ته ترافیک فعال شوي او د خنډونو لرې کولو پروسه به همدا نن چهارشنبه بشپړه شي.
په راپور کې راغلي، د یادو لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي چې څلور په کې امنیتي کارکوونکي او دوه نور لاریونوال دي. دغه راز پولیسو لسګونه لاریونوال نیولي دي.
پيټيای هم په یوه اعلامیه کې ویلي: «د حکومت د ظلم او د بېوسلې اتباعو پر قتلګاه د پلازمېنې بدلولو په اړه د حکومت پلان ته په کتو سره موږ په اوس وخت کې د خپل سولهییز احتجاج ځنډولو اعلان کوو.»
عمران خان ولې بندي دی؟
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري، په ۲۰۲۲ کال کې د اپوزېسيون ګوندونو له لارې د لومړي وزارت له څوکۍ لرې کړل شو خو د حکومت له څو میاشتو هڅو وروسته د ۲۰۲۳ کال په مې کې ونيول شو.
د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير شاهمحمود قريشي د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې هر يوه ته د لسو کلونو د بند سزا اورول شوې ده.
د دې ترڅنګ عمران خان ته د مالي فساد او د عدت په موده کې د نکاح په ګډون په بېلابېلو قضيو کې ټولټال د ۳۴ کاله بند سزا ورکړل شوې چې په ځينو قضيو کې يې وروسته ضمانت ترلاسه کړی دی.
خو عمران خان پر ځان یاد لګېدلي تورونه ردوي او وایي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.
Views: 6