یوناما په یو راپور کې وايي، رسنۍ په افغانستان کې له محدودیتونو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن «په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی. یوناما وایی، په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د رسنیو وضعیت ته کتنه شوې.
په راپور کې راغلي چې افغان خبریالان «د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې تر سختو بندیزونو لاندې» چاپیریال کې کار کوي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په یاده موده کې یې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستند کړي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغیزمن کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په یادو قضیو کې خپل سرې نیونې، توقیف، شکنجه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا ویلي: “د هر هیواد لپاره ازادې رسنۍ یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په سختو شرایطو کې کار کوي. دوی ډیری وخت په دې برخه کې له نا څرګندو مقرراتو سره مخ کیږي، چې دوی د کومو مواردو په اړه راپور ورکولی شي او د کومو مواردو په اړه راپور نه شي ورکولای، او همدارنګه د ځینو نیوکو له امله د ویرې او د توقیف له خطر سره مخ وي.»
هغې زیاته کړه: «موږ له حاکمو چارواکو غواړو چې د دندو د سرته رسولو په وخت کې د ټولو خبریالانو او د رسنيو د کارکوونکو امنيت او خونديتوب ډاډمن کړي او د رسنيو په سکټور کې د ښځو د کار کولو ارزښت په بشپړه توګه درک کړي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک هم له افغان چارواکو چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له ژمنو سره سم خپلې کړنې همغږې کړي.
هغه زیاته کړې:«د ښځو په ګډون، د ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د درناوي او خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې تر سره شي. ازاده او فعاله رسنۍ د هرې ټولنې د سلامتیا او هوساینې لپاره کلیدي رول ادا کوي.»
یوناما وایي، د نړیوالې ټولنې په ګډون، د رسنیو له سکټور سره د تخنیکي او مالي مرستو کمښت د رسنیو سکټور نور هم کمزوری او په نیغه یې هغو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی اغیزمن کړی، چې د دوی پر ژوند اغېز لري.
د یوناما مشرې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو له سکټور سره تخنیکي او مالي مرسته او همدارنګه د بیان د ازادۍ او د عامه بحثونو د اهمیت ملاتړ د هېواد د ودې لپاره مهم رول ترسره کوي.
Views: 5