د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ د کميساري مسوولين وايي چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې پاکستاني لوري د خرلاڅيو دروازه د سوداګریزو توکو پر مخ هم تړلې ده.
د معلوماتو له مخې، د خرلاڅیو دروازه له پخوا راهیسې د عامو خلکو پر مخ تړلې وه خو اوس د سوداګریزو توکو پر مخ هم تړل شوې ده.
د ډنډپټان ولسوالۍ کميسار ملا محمدعثمان خطاب وويل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د خرلاڅيو دروازه په کرمه ايجنسې کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتو له امله پاکستاني لوري تړلې ده.
هغه زياته کړه چې د افغانستان خاوره کې پر صادراتي توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي.
هغه وويل: «لار خو دا درې ورځې کېږي د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې، د کرښې هغې غاړې ته د قومونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې، ځيني موټر چې د کرښې هغې غاړې ته ولاړ وو، د افغاني تجارانو، هغه مو ځيني دېخوا بېرته را واړول، د افغانستان خاوره کې اوس هم پر توکو بار له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې موټر ولاړ دي، د مېوې او سبزۍ ځيني موټر بېرته تاو شول، د غلام خان لارې ته وګرځېدل.»
دغه راز، د پکتيا د سوداګرۍ خونې رییس حسيبالله ګرديزي هم وويل چې په کورمه ايجنسي کې د قومونو ترمنځ د جګړې له امله په خرلاڅيو دروازه د توکو د لېږد رالېږد بهير درېدلی دی.
دغه راز، په ډنډپټان ولسوالۍ کې د سوداګرو اتحادیې مشر خواجه الدين کليوال ه وويل، د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګريزو توکو بار ګڼ شمېر موټر ولاړ دي.
هغه زياته کړه: «لاره تړل شوې ده، دواړو غاړو ته باروړونکي موټر ولاړ دي، تر اوسه د کورمې ايجنسې ساحه کې د افغاني تجارانو موټرو ته کوم زيان نه دی رسېدلی، د افغانستان خاوره کې هم د صادراتو لسګونه موټر بار ولاړ دي، د ډبرو سکاره، وچه مېوه او ځيني نور توکي په کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کراتو د خرلاڅیو دروازه له پاکستاني لوري په ورځو ورځو تړل شوې ده.
Views: 6