د خیبر پښتنوخوا په کورمه کې د موټرو پر یوه کاروان له خونړي برید وروسته په رامنځته شوو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، تېره پنجشنبې ناپېژاندو وسلهوالو د ۲۰۰ موټرو پر یوه کاروان برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او ۳۹ نور ټپیان شول.
راپورونه ښیي چې ډېری وژل شوي او ټپیان د پاړه چناره سیمې اوسېدونکي او ډېر یې شیعهګان وو.
د راپورونو له مخې، د وژل شوو کسانو له تدفین وروسته د جمعې په ماښام له علیزي سیمې چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعهګان دي، لښکر وتلی او وروسته یي له ځایي سنیانو سره نښتې رامنځته شوې دي.
ځايي خلکو ویلي له ۲۰۰ ډېر دوکانونه، یو شمېر کورونه او د تېلو پمپونه سوځېدلي او خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي او په نښتو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.
رسنیو نن د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په یاده سیمه کې له تېرې شپې راهیسې نښتو زور اخیستی او له ۳۰ ډېر نور کسان هم په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي چې له سيمې یې خبریال ورته ویلي چې تر اوسه د یادو نښتو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
د کورمې د کمیسار مرستیال جاوید الله مسيد اېاېفپي خبري رسنۍ ته ویلي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او له قبایلي مشرانو د مرستې غوښتنه شوې ده.
Views: 1