د افغانستان له ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
نننۍ لوبه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، پچه یې د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالي کې د اماراتو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۳۷م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۸ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې نصیر معروفخېل درې، عزیزخان، روحالله عرب او خاطر ستانکزي دوه – دوه وېکټې او نظیفالله امیري بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.
په مقابل کې ورکړل شوی هدف افغان لوبډلې په ۲۲م اور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او اماراتو لوبډلې ته یې د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه راز، په یادو درې اړخیزو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې دي چې په لومړۍ لوبه کې یې پاکستان او په دویمه لوبه کې یې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې، خو یوه لوبه یې بیا پاکستان ته بایللې ده.
د یادونې ده، افغان لوبډله به د روانې نومبر میاشتې په ۲۶مه د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
Views: 5