د راپورونو له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په غزه او بیروت کې د اسرائیل تازه بریدونو له امله ۱۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې اسرائیل په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په مرکزي او سوېلي سیمو او په شمالي څنډه کې پر یوه روغتون هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینې لیکلي چې په یادو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د یوې کورنۍ اووه غړي چې یوه روغتون نږدې اوسېدل، هم شامل دي.
په راپور کې د لبنان د روغتیا وزارت له قوله هم راغلي چې د دغه هېواد په شمالختیځ کې پر چمسار او بودای سیمو د اسرائیل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په یادو بریدونو کې یوه اته پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده.
Views: 1