په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې افغانستان ۷۸ کاله مخکې په همدې ورځ (د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه) د ملګرو ملتونو غړی شو.
یوناما پرخپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان له لوري د ملګرو ملتونو له منشور سره د یو ځای کېدو سند د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز لاسلیک کړی و.
یوناما زیاته کړې چې د افغانستان سربېره ایسلنډ او سوېډن هم په دغه ورځ د ملګرو ملتونو غړي شول.
یوناما ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له نږدې ۸۰ کلونو راهیسې په ټینګ هوډ سره د سولې او ارامۍ له پړاوونو تر جګړو او د پرمختګ او ناکراریو او د سیاسي تغییراتو په وخت کې له دغه هېواده ملاتړ کوي.
Views: 1