د راپورونو له مخې تېره ورځ د چین په ختیځ کې یوه ځوان په ښوونځي کې د چاقو په ګزارونو اته کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپيان کړي دي.
رويټرز خبري اژانس نن په یوه راپور کې ویلي، پرون ماښام مهال د چین په ختیځ کې د هنرونو او ټکنالوژۍ په یوه ښوونځي کې یوه پخواني زدهکوونکي د چړې په ګوزارونو اته کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، یاد کس چې ۲۱ کاله عمر لري د پېښې ځای کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، بریدګر د همدې ښوونځي یو پخوانی زدهکوونکی و او ټاکل شوې وه چې په روان میلادي کال کې فارغ شي خو په ازموینو کې ناکام شوی و.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې همدا تېره اونۍ یوه ۶۲ کلن سړي د چین په سویل کې د ژوهي ښار په یوه ورزشي لوبغالي کې خلک په موټر ووهل چې ۳۵ تنه پهکې ووژل شول او ۴۳ نور یې ټپيان کړل.
Views: 6