د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له استانبول ښار څخه ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کدوالو او د بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ترکیې له استانبول ښار څخه ۳۲۵ اسناد لرونکي او بېاسناده افغان کډوال را ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبيالله دادخېل ستانکزی د کډوالو د هرکلي په موخه د کابل نړۍوال هوایي ډګر ته ورغلي او له دغو را ایستل شوو سره یې له نږدي لیدلي او د هغو خبرې او ستونزې یې اورېدلې دي.
راشد ویلي: «له ترکیې هېواد سره به هم اړیکه ونیسو، څو د افغان کډوالو ستونزه حل شي، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ترکیې کې استازولۍ لري څو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.»
ده له راستانه شوو وغوښتل چې په هېواد کې دې پاتې شي او د هغه په ودانولو کې برخه واخلي.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، هغه افغانان چې له ترکیې څخه په هوایي لار راستنېږي، هغوی ته د دغه وزارت د حقوقي برخې کارمندانو له خوا د حقوقي ملاتړ او مدني اسنادو په اړه لازم پوهاوی ورکول کېږي او بیا هغو ته د کډوالۍ نړۍوال سازمان له خوا ۱۵۰ یورو او یا د هغه معادل افغانۍ هم ورکول کېږي.
Views: 1