د راپورونو له مخې، د اسپانیا لومړي وزیر د دغه هېواد سېلابځپلو لپاره ۱۱،۶ میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.
د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز یاده اندازه پیسې پرون ځانګړې کړې دي.
په والنسیا ښار کې چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۸۹ کسان د اسپانیا په ختیځ کې له مرګوني سېلاب وروسته نادرکه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په والنسیا، کاسټیل لامانچا او اندلس کې د یادې پېښې له امله ۲۱۷ نور کسان مړه شوي چې له ډلې یې تر اوسه یوازې ۱۳۳ کسان پېژندل شوي دي.
سانچز د سهشنبې ورځ په مادرید کې په یوه مطبوعاتي ناسته کې ویلي: «تر اوسه لا کسان نادرکه دي چې باید پیدا شي، کورونه وران شوي، تر خټو لاندې شوي، خلک ډېر ځوریږي، موږ باید خپل کار ته دوام ورکړو.»
د اسپانیا دولت د مړو پېژندلو لپاره د هغوی د «ډياېناې» نمونې اخیستو غوښتنه کړې ده.
Views: 4