د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
نننې لوبه چې د متحده اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۵ منډې وکړی.
دغه راز په توپوهنه کې د افغانستان په ګټه محمد نبی ۸۴، حشمت الله شهیدي ۵۲، ننګیال خروټي ۲۷، ګلبدین نایب ۲۲ او صدیق اتل ۲۱منډې وکړې.
په مقابل کې د بنګله دېش لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۳۵م اور کې په ۱۴۳ منډو وسوځېده او د ۹۲ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر شپږ، راشد خان دوه، عظمت الله عمرزي او محمد نبی بیا د بنګله دېش یو یو لوبغاړی وسوځول.
د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۹مه له بنګله دېش سره ترسره کړي.
Views: 1